IQNA

په حسینی سپيڅلی حرم کې د لبیک یاحسین چغې پورته کیږي(انځورونه)

17:30 - September 10, 2022
د خبر لمبر: 3486202
ایکنا-(تهران) د حسینی اربعیّن د شپو ورځو په رانزدیکیدا او له مختلفو هیوادونو د میلیونونو زیارتوالو په حاضریدا سره،د اباعبدالله الحسین (ع) په سپيڅلی حرم  کې د لبیّک یاحسین  ولولوناکې چغې انګازې کوي.

ایکناخبری آژانس د حسینی مقدس حرم د اطلاع رسونې  د خبری سایټ له قوله راپور راکړ، دحسینی اربعیّن د شپو ورځو په رانزدیکیدا او د مختلفو هیوادونو  د لکونو زیارتوالو په شتون سره  د حسینی سپيڅلی حرم  د لبیک یاحسین ،لبیک یازینب  او لبیک یا مهدي په شعارونو سره انګازې کوي او د اهل بیت  علیهم السلام د مینه والو  عشق او مینه  نندارې ته وړاندې کوي.

 له بل پلوه ، د  امام حسین علیه السلام  دمقدس حرم د انتظاماتو ادارې د حسینی اربعّین  د زیارت لپاهر دخپل اداري او امنیتی پلان داجرا د ټولو مقدماتو د بشپړتیا خبر ورکړ. په دغه پلان کې  په حرم کې څه دپاسه  یو زر اته سوه  کیمرې  کارول شوي دي.

د دغې ادارې مشر رسول عباس قضاله  په یولړ خبرواترو کې روښانه کړه ،ددغه پلان درست مقدمات او سریزې ،تقریبا دڅلویښت میلیون زیارتوالو دشتون  لپاره برابرې کړئ شوي دي .  او د حضرت اباعبدالله الحسین او حضر عباس علمدار  دسپيڅلو حرمینو په شاوخوا کې څه دپاسه یو زر اته سوه پرمختللي کیمرې  کارول شوي  او دغه راز درستې تابیاوې هم غوره شوي دي .

ددغه پلان په اجرا کې څه دپاسه  اوه زره رضاکار برخه اخلي . پر دې سربیره ،د حسینی حرم د نظم د ساتنې ادارې  د زیارتوالو دتګ راتګ لپاره  او دغه راز د  پرکوَتو زیارتوالو د ځانګړي لارې د برابرولو لپاره  هم پلان برابر کړی  دی .

 

ندای لبیک یا حسین در حرم مطهر حسینی

ندای لبیک یا حسین در حرم مطهر حسینی

ندای لبیک یا حسین در حرم مطهر حسینی

ندای لبیک یا حسین در حرم مطهر حسینی

ندای لبیک یا حسین در حرم مطهر حسینی

ندای لبیک یا حسین در حرم مطهر حسینی

ندای لبیک یا حسین در حرم مطهر حسینی

ندای لبیک یا حسین در حرم مطهر حسینی

https://iqna.ir/fa/news/4084247   

captcha